له سایبري جرمونو سره د مبارزې لپاره د متحده ایالاتو د حکومت د واک پراختیا

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت په اړه د یوه ولسمشریز یادداشت په لاسلیک کولو سره، د متحده ایالاتو د فدرالي ادارو هغه واک پراخ کړی چې له مخې یې کولی شي د هغو جنايي سازمانونو پر وړاندې سایبري عملیات وکړي چې د متحده ایالاتو له پولو بهر فعالیت کوي.

د دې اقدام موخه د هغو شبکو پر وړاندې په مستقیمه توګه مبارزه کول دي چې د سایبري حملو له طریقه امریکايي اتباع او سوداګري په نښه کوي.

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې چې د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۱۳مه) خپره شوه، یوه نوې تګلاره (میمو) "د همغږۍ ملي مرکز" ته چې د متحده ایالاتو د کورني امنیت د کاري ډلې یوه برخه ده لارښوونه کوي چې د پولې اخوا جنايي سازمانونو پر وړاندې د ځانګړو سایبري عملیاتو د ترسره کولو لپاره یوه طرحه جوړه کړي.

سپینه ماڼۍ وايي دا پروګرام به د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت او د کورني امنیت وزارت د دوو لوړ پوړو چارواکو تر څارنې لاندې پرمخ وړل کیږي.

د ټرمپ حکومت همدارنګه اراده لري چې د دې عملیاتو لپاره د امریکا د خصوصي شرکتونو له تخنیکي وړتیاو څخه ګټه پورته کړي. هغه شرکتونه چې په داوطلبانه توګه په دې پروګرام کې برخه اخلي، کولای شي د ګواښونو په اړه د معلوماتو راټولولو او د سایبري عملیاتو د وړاندیز کولو لپاره له نورو خصوصي شرکتونو او همدارنګه له فدرالي، ایالتي او محلي ادارو سره همکاري وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې دا عملیات به د متحده ایالاتو د حکومت تر لارښوونې، کنټرول او واک لاندې ترسره کیږي.

د ولسمشرۍ د یادښت پر بنسټ، د پروګرام مدیران او د کورني امنیت شورا مکلف دي چې د دې محدود عملیات د ارزونې او پلي کولو لپاره دقیق میکانیزمونه رامنځته کړي، او ډاډ ترلاسه کړي چې ترسره شوي اقدامات له اساسي قانون، د متحده ایالاتو له قوانینو او اړوندو نړیوالو هوکړه لیکونو سره سمون لري.

سپینه ماڼۍ وايي چې له متحده ایالاتو بهر میشتې پیچلې جنایي ډلې د (معلوماتو د بندولو له لارې د پیسو غوښتنې)، مالي درغلیو، جنسي باج اخیستنې او د هویت د غلا له لارې امریکایان په نښه کوي.

د چارواکو په وینا، د ډیر عمر لرونکي وګړي، ماشومان او کم عاید لرونکې کورنۍ هغه ډلې دي چې د دغو جرمونو پر وړاندې تر ټولو ډېر زیان ګالي.

د سپینې ماڼۍ لخوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، امریکايي مصرف کوونکو په ۲۰۲۵ کال کې د سایبري جرمونو له امله له ۲۰.۸ ملیارد ډالرو څخه ډېر زیان لیدلی دی. سربیره پردې، ۷۳ سلنه امریکايي لویانو د انلاین درغلۍ یا سایبري برید تجربه کړی، او ۹۸ سلنه امریکایان انلاین درغلي د هېواد د خلکو لپاره یو ګواښ ګڼي.

سپینې ماڼۍ دا اعلان هم وکړ چې له هرو اوو هغو ځوانانو څخه چې په کم عمر کې د جنسي باج اخیستنې ښکار شوي، یوه یې د دغه ناوړه چلند په غبرګون کې ځان ته زیان