د روسیې او اوکراین ترمنځ د دوشنبې په ورځ، د اګست په ۱۷مه، په متقابلو بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.
د روسیې په سرحدي بیلګراد سیمه کې د اوکراین د توغندیو په یو برید کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور، چې یو ۱۴ کلن ماشوم هم پکې شامل دی، ټپیان شوي دي.
روسي چارواکو همداراز د روسیې په جنوبي استراخان سیمه کې پر صنعتي تاسیساتو د اوکرایني بېپیلوټه الوتکو د یوه جلا برید خبر ورکړی، چې د یوه ځايي روسي چارواکي په وینا، یوه ښځه پکې وژل شوې ده.
له بلې خوا، اروپايي ټولنه په پام کې لري چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له امله پر روسیې لګېدلي بندیزونه لا پراخ کړي. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې، کایا کالاس، ویلي چې دغه ټولنه پر شاوخوا ۱۶۰۰ روسي وګړو او بنسټونو د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي چې ډېری یې د روسیې له پوځي ـ صنعتي بنسټونو سره اړیکې لري.
ایزماییل د رومانیا پولې ته څېرمه د ډانیوب پر سیند د اوکراین تر ټولو لوی بندر دی.
په همدې حال کې، روسیې د جګړې په ډګر کې د پرمختګونو خبر هم ورکړی دی. د دغه هېواد دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونو د اوکراین په سوېل ختیځ او ختیځ کې د استوګنې دوه سیمې نیولې دي. د روسیې دغه ادعاوې د خپلواکو سرچینو له خوا نه دي تایید شوې.
په دغو اقداماتو کې د سفر او راکړې ورکړې بندیزونه او د شتمنیو کنګل کول شاملېدای شي. نوي بندیزونه به د هغو روسي وګړو او شرکتونو شمېر شاوخوا یوه درېیمه برخه زیات کړي چې تر اوسه ورباندې بندیزونه لګول شوي دي. تر اوسه پر نږدې ۳۰۰۰ روسي وګړو او شرکتونو بندیزونه لګېدلي دي.
تمه ده چې د اروپايي ټولنې دیپلوماتیکه اداره به دغه نوملړ د سپټمبر په لومړیو کې د غړو هېوادونو له لوري د تصویب لپاره وړاندې کړي، څو په اکتوبر کې تصویب شي.
اروپايي ټولنه همداراز د هغو کسانو پر وړاندې د نورو بندیزونو په لګولو غور کوي چې د اوکرایني ماشومانو په قاچاق کې لاس لري. دغه ټولنه پر هغو کسانو د بندیزونو په اړه هم غور کوي چې د روسیې له سایبري بریدونو او د ناسمو معلوماتو د خپرولو له کمپاینونو سره تړاو لري.