د امریکا د انرژۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوو پروژو ته یې ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، چې په امریکا کې د مهمو منرالونو پروسس، د بیټریو تولید او د دغو موادو بیا کارول زیات شي.
دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، غوره شوې پروژې به په امریکا کې د مهمو منرالونو د تولید او پروسس د زیاتولو، پر بهرنیو سرچینو د تکیې د کمولو او د دغه هېواد د ملي امنیت د پیاوړتیا لپاره عملي شي.
دا پانګونه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د هغو پراخو هڅو برخه ده چې غواړي د لیتیم او کوبالټ په څېر د مهمو منرالونو کورنی تولید او پروسس زیات کړي. دغه مواد د بیټریو، برېښنايي وسایلو او پوځي تجهیزاتو په تولید کې پراخه کارونه لري.
ولسمشر ټرمپ شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په واشنګټن کې د کانونو د صنعت له مشرانو او استازو سره په غونډې کې وویل: «موږ خپل د کانونو کارکوونکي بېرته کار ته راګرځوو او د نړۍ د کانونو د زبرځواک په توګه د امریکا وړ ځای بېرته ترلاسه کوو.»
د امریکا د انرژۍ وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، اووه غوره شوې پروژې به د مهمو منرالونو د پروسس، د بیټریو د تولید او د بیټریو د موادو د بیا کارونې په برخو کې د امریکا ظرفیت لوړ کړي.
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وویل: «امریکا له ډېرې مودې راهیسې د هغو مهمو موادو لپاره پر بهرنیو سرچینو متکي ده چې د عصري ژوند، زموږ د اقتصاد، انرژۍ امنیت او ملي امنیت لپاره اړین دي.»
رایټ زیاته کړه چې ولسمشر ټرمپ هڅه کوي دا تکیه کمه کړي او د مهمو موادو تولید او پروسس بېرته امریکا ته راولي.
دا د انرژۍ وزارت د بیټریو د موادو د پروسس، تولید او بیا کارونې د پروګرامونو په چوکاټ کې د مالي مرستو درېیم پړاو دی. دغه پروګرامونه د ازمایښتي پروژو، په سوداګریزه کچه د تاسیساتو د جوړولو او د موجوده تاسیساتو د بیارغونې او عصري کولو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې د مهمو منرالونو د کورني تولید او پروسس د زیاتولو لپاره خپلې هڅې پراخې کړې دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د دغو اقداماتو یو مهم هدف پر چین د امریکا د تکیې کمول او د هغو موادو لپاره د یوې خوندي کورنۍ اکمالاتي لړۍ رامنځته کول دي چې د امریکا د اقتصاد او ملي امنیت لپاره حیاتي بلل کېږي