جاپان د پنځو کسانو په وژنه محکوم کس اعدام کړ

د جاپان د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ۱۰۰ کسان په دغه هېواد کې د اعدام د حکم په تمه دي.

جاپان د جمعې په سهار ۵۸ کلن سوناؤ تاکامي اعدام کړ. دا د صدراعظمې سانای تاکایچي د حکومت پر مهال لومړی اعدام دی.

د جاپان ټایمز د راپور له مخې، تاکامي په ۲۰۰۹ کال کې د اوساکا ښار د قمار پر یوه مرکز کې تیل پاشلي او اور لګولی و. په دغې پېښې پنځه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو. دغه کس بیا له پېښې یوه ورځ وروسته ځان پولیسو ته سپارلی و.

د تاکامي د اعدام حکم په ۲۰۱۶ کال کې وروسته له هغې وروستی شو چې د جاپان سترې محکمې د هغه استیناف رد کړ. هغه د جمعې په سهار د اوساکا په توقیف‌خونه کې په دار وځړول شو.

د جاپان د عدلیې وزیر هیروشي هیراګوچي ویلي، د جرم د سختو پایلو له هر اړخیزې ارزونې وروسته یې د اعدام امر صادر کړ.

د جاپان د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ۱۰۰ کسان په دغه هېواد کې د اعدام د حکم په تمه دي.

د تاکامي مدافع وکیلانو ویلي وو چې هغه له رواني اختلال سره مخ و او باید جرمي مسوولیت یې محدود ګڼل شوی وای. هغوی په دار ځړولو د اعدام د حکم پر قانوني توپ هم اعتراض کړی و، خو سترې محکمې دا طریقه قانوني وبلله.