ټولنیزې رسنۍ د ماشومانو د عمر معلومولو لپاره مصنوعي ځیرکتیا کاروي

مېټا، ګوګل او یو شمېر نور شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د کاروونکو فعالیتونه، انځورونه او نورې نښې څېړي، څو معلومه کړي چې کوم حسابونه د کم‌عمره کسانو دي.

په امریکا کې د ټولنیزو رسنیو او ټکنالوژۍ لوی شرکتونه د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د کاروونکو د عمر معلومولو هڅې ډېروي.

مېټا، ګوګل او یو شمېر نور شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د کاروونکو فعالیتونه، انځورونه او نورې نښې څېړي، څو معلومه کړي چې کوم حسابونه د کم‌عمره کسانو دي.

دا اقدامات وروسته له هغې اخیستل کېږي چې مېټا په یوې حقوقي قضیې کې موافقه وکړه چې یو شمېر امریکايي ایالتونو تقریبا ۱۸ میلیارد ډالر تاوان ورکړي.

دغه قضیه د دې ادعاوو پر بنسټ وه چې انسټاګرام او فېسبوک داسې طرحه شوي چې د ځوانانو پام ځان ته ورجلب او هغوی په دغو شبکو پورې تړلي وساتي.

خو د عمر د معلومولو نوې ټکنالوژي د محرمیت په اړه اندېښنې هم راپورته کړې دي، ځکه ښايي له کاروونکو څخه د هویت اسناد یا نور شخصي معلومات وغوښتل شي.