ICRC: افغانان یوازې مه پرېږدئ؛ بشري اړتیاوې پراخېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د سره صلیب نړیواله کمیټه، ICRC، له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانان یوازې پرېنږدي. د دې سازمان د عملیاتو مشره یاسمین پراز ډیسیموز وايي، که څه هم په افغانستان کې نسبي ثبات راغلی، خو د میلیونونو افغانانو بشري اړتیاوې لا هم ډېرې دي او مرستندویه ادارې په یوازې ځان د ټولو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.