ملګرو ملتونو د "ماشومانو د ودونو د محوه کولو نړیواله ورځ" اعلان کړه

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې د جمعې په ورځ (سپټمبر څلورمه) یوه پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د نومبر ۲۷ د "ماشومانو د ودونو، کم عمره او جبري ودونو د محوه کولو نړیواله ورځ" نومول شوې ده.

دا اقدام ددې فرهنګ د پای ته رسولو لپاره د پوهاوي لوړول او د نړیوالو هڅو پیاوړي کول ښکاره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه پریکړه لیک د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وړاندې او تصویب شو.

دا پریکړه لیک له غړو هیوادونو، د ملګرو ملتونو له ادارو، سیمه ییزو سازمانونو، او مدني ټولنې څخه غواړي چې له دې ورځې څخه د ماشومانو، کم عمره او جبري ودونو د پایلو په اړه د پوهاوي لوړولو او ددې کار د مخنیوي لپاره کار واخلي.

ملګرو ملتونو همدارنګه د نړیوالو ورځو په لست کې د نومبر ۲۷مه د ماشومانو، کم عمره او جبري ودونو د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه ثبت کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په دې پریکړه لیک کې د ماشومانو، کم عمره او جبري ودونو د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره د اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی.

دا اداره همدارنګه د پوهاوي لوړولو، د ماشومانو او نجونو د حقونو ملاتړ، او د داسې چاپیریال د برابرولو پر اهمیت ټینګار کوي چې په کې هغوی وکولای شي له خپلو حقونو او فرصتونو څخه برخمن وي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د جبري او کم عمره ودونو د پيښو راپورونه ورڅخه ورکول کیږي.

تېر کال، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر بیا رسیدو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو او بندیزونو له لګولو وروسته، وړاندوینه کېږي چې د ۲۰۲۶ کال تر پایه به د کم عمره نجونو د ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړه شي.

مخکې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمیټې په یوه اعلامیه کې د طالبانو وروستی فرمان، چې د '۱۸ نمبر فرمان' په نوم یادیږي، په کلکه وغانده، کوم چې د ماشومانو واده ته قانوني بڼه ورکوي او د یوې نجلۍ چوپتیا د واده لپاره رضایت بولي.

د طالبانو د ۱۸نمبر فرمان وايي چې د بلوغ وروسته، د واده وړاندیز ته د نجلۍ چوپتیا د واده لپاره د رضایت په توګه تعبیرېدای شي. خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمیټې دا ماده د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون خلاف بللې او ویلي یې دي چې د بلوغ پیل نشي کیدای " د پخوالي د تشخیص اساس یا هم د واده لپاره قانوني سن" وګڼل شي.