ملګري ملتونه: پر ښځو محدودیتونه د افغانستان د ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي خنډونه دي

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر افغان ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته لاسرسی ولري.