د افغانستان ښځینه ورزشکارانې په جاپان کې د آسیایي لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې د ګډون کوونکو هیوادونو په سر کې میدان ته ننوتلې.
په پرانیستونکو مراسمو کې افغانې سوکوهونکې لاله کارګر او د افغانستان د وشو لوبو د ملي لوبډلي غړي محمد خالد هوتک د افغانستان درې رنګه بیرغ لیږداوه.
د آسیایي لوبو شلم پړاو د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۹) د جاپان په ناګویا ښار کې پیل شوی دی.
په کاروان کې، د پرانیستې مراسمو څخه د خپرو شویو انځورونو په حواله، افغانې ورزشکارې هم د نارینه ورزشکارانو ترڅنګ لیدل کیږي چې په دې لوبو کې یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ورزشي جوړښت څخه بهر برخه اخیستې ده.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو پر ورزش بندیز لګولی او د طالبانو تر کنټرول لاندې ورزشي فدراسیونونو یوازې د دې سیالیو لپاره نارینه ورزشکاران لېږلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون مخکې راپور ورکړی و چې له افغانستان څخه به ۳۲ افغان ورزشکاران په نهو مختلفو سپورتونو برخو کې په دې سیالیو کې برخه واخلي.
دا لوبې به ۱۶ ورځې دوام وکړي چې د ۴۵ هېوادونو او سیمو ورزشکاران به په ۴۳ بیلابیلو ورزشونو کې سیالۍ کوي. خو ځینې سیالۍ، لکه باسکیټبال او فوټبال، له رسمي پرانیستونکې غونډې مخکې پیل شوي دي.
د سږ کال په اسیایي لوبو کې لږ تر لږه ۱۱ زره ورزشکاران سره راټول شوي؛ دا شمېر تقریباً د ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک کې د ورزشکارانو له شمېر سره برابر دی. جاپان تر اوسه د ورزشکارانو وروستی شمېر نه دی اعلان کړی، خو تمه کیږي چې د ګډونوالو شمېر به په چین کې د ۲۰۲۳ کال د هانګژو اسیایي لوبو ۱۲ زره ورزشکارانو ته نږدې وي.
د المپیکي لوبو لکه منډو، لامبو او فوټبال ترڅنګ، په سیالیو کې هغه لوبې هم شاملې دي چې په اسیا کې ډېره تاریخچه او شهرت لري، لکه کوراش، کبډي او سپک تاکراو. د لوبو تنظیموونکو د سیالیو په لست کې ګډې رزمي لوبې (MMA)، پډل او ټیک بال هم ور اضافه کړي دي — او الکترونیکي لوبې هم په پروګرام کې شاملې دي — او له همدې امله د وخت له کمښت سره مخ دي.
جاپان په دې پړاو کې د ۹۳۳ ورزشکارانو سره تر ټولو لوی پلاوی لري، ورپسې چین دی چې د ۸۰۰ څخه د زیاتو ورزشکارانو سره دویم ځای لري.
په هانګزو کې په تېرو اسیایي لوبو کې، چین د ۲۰۱ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړی و، ورپسې جاپان د ۵۲ او سویلي کوریا د ۴۲ مډالونو سره په دویم او دریم ځای کې راغلي وو. تمه ده چې دا درې واړه هېوادونه به یو ځل بیا د سرو زرو مډالونو لپاره د اصلي سیالانو په توګه سیالي وکړي.
په پرانیستونکو مراسمو کې د جاپان امپراتور ناروهیتو او ملکې ماساکو، د څو لوړپوړو جاپاني چارواکو سره یوځای ګډون کړی و.
په خپلو خبرو کې، د اسیا د المپیک شورا رئیس، شیخ جاسم بن حمد الثانی وویل: "نن شپه، د اسیا او نړۍ د یوې لویې برخې سترګې پر جاپان دي."
بیا د جاپان امپراتور په رسمي توګه لوبې پرانیستې. د المپیک نړیوالې کمېټې (IOC) مشرې، کریسټي کاونټري، هم په دې مراسمو کې ګډون درلود.