د یوناما ماموریت او د نړیوالو مرستو د راجلبولو هڅې

Your browser doesn’t support HTML5

د ۲۰۲۶ کال د ملګرو ملتونو عمومي ٨١مه غونډه په نیویارک کې په داسې حال کې کېږي چې لاهم نړۍ افغانستان ته د یو جدي بحران په سترګه ګوري. د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیمونکې اداره (اوچا) وايي شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه خلک چې د افغانستان د نفوس نیمایي برخه کیږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.