د چین ولسمشر امریکا ته روان شوی؛ ولسمشر ټرمپ یي د هرکلي لپاره ورځي

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۴مه] په سپینې ماڼۍ کې د خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره چې په رسمي سفر واشنګټن ډي سي ته روان شوی دی، وګوري.

د سفر موخه د سوداګرۍ، ټیکنالوژۍ او نړیوالو شخړو سره د چلند په برخو کې د دغو دوو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د سختو سیالیو مدیریت کول دي.

شي به د چهارشنبې په ورځ [سپټمبر ۲۳مه] واشنګټن ډي سي ته ورسیږي؛ دا به په ۲۰۱۳ کال کې د چین د ولسمشر په توګه د هغه له ټاکل کېدو وروسته متحدو ایالتونو ته شپږم او له ۲۰۱۵ کال وروسته سپینې ماڼۍ ته د هغه لومړنی رسمي سفر وي.

د دې لیدنې کتنې لپاره د ټرمپ د اجنډا په مهمو موضوعاتو کې له چین سره د امریکا د سوداګرۍ اوږدمهاله کسر او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) او سیمي‌کنډکټر (نیمه هادي چیپ) ټیکنالوژۍ په برخو کې پر بیجینګ باندې د امریکا د برلاسۍ ساتلو هڅې شاملې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ټرمپ به واشنګټن ډي سي ته څېرمه په یوې پوځي اډې کې د شي هرکلی وکړي او ورپسې به د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ په سویلي انګړ کې د هغه د رسمي هرکلي مراسم ترسره شي.

په مراسمو کې به د امریکا د پوځ ۴۷۹ سرتېري رسم او ګذشت ترسره کړي او د بي-۲ سپریټ او ایف-۲۲ رپټور جنګي الوتکې به نمایشات سرته ورسوي.

د پنجشنبې په ورځ د دواړو مشرانو ترمنځ د لوړې کچې له غونډو وروسته، د متحدو ایالتونو ولسمشر او لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ به په سپینه ماڼۍ کې د "ختیځې خونې" دننه د چین د ولسمشر شي او د هغه د میرمنې پینګ لیویان لپاره په دولتي کچه رسمي میلمستیا جوړه کړي. ورپسې به د جمعې په سهار په "سرې خونې" کې د سهار چای وڅښي.

دا سفر د دواړو لوریو لخوا د واشنګټن د ملي آرشیف په لیدلو پای ته رسیږي، چې موخه یې د امریکا او چین د اړیکو له تاریخ سره د تړلیو اسنادو لیدل دي.

ټرمپ تیره جمعه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هغه د چین له ولسمشر سره د یوې "ډیرې ښې" غونډې تمه لري او زیاته یې کړه: "موږ له چین سره ډیر ښه روان یو او زه او ولسمشر شي ښې اړیکې لرو."

د امریکا د پروتوکول مشره، مونیکا کرولي، د نیویارک پوسټ ورځپاڼې ته وویل چې د دې درې ورځنۍ غونډې شانداره بڼه "زموږ د دوه اړخیزو اړیکو او هغو ستراتیژیکو مسلو اهمیت منعکس کوي چې زموږ پر دواړو هیوادونو او نړۍ اغیزه لري."

شي د می په میاشت کې په بیجینګ کې د ټرمپ کوربه توب وکړ چې د دواړو مشرانو شخصي یې اړیکې ښودلې او د "ستراتیژیک ثبات رغنده اړیکو" لپاره یې هیله ښودلې وه، پداسې حال کې چې د دوی اصلي شخړې او د تاوتریخوالي جرړې ختمې شوې نه دي.

ټرمپ تېر کال پر چینایي وارداتو ګمرکي تعرفې ولګولې چې له امله یې له چین سره د امریکا د سوداګرۍ کسر ۲۰۲ ملیارد ډالرو ته راکم شو؛ دا له ۲۰۰۴ کال راهیسې تر ټولو ټیټه کچه وه. چین هم په ځواب کې پر امریکايي وارداتو خپلې تعرفې ولګولې.

د متحدو ایالتونو د ماليې وزیر سکاټ بېسنټ د دوشنبې په ورځ د سي اېن بي سي خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وویل چې د امریکا او چین ترمنځ د تعرفو په برخه کې هغه هوکړه چې ټاکل شوې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۰مه پای ته ورسېږي په نیویارک کې د چین د لومړي وزیر له مرستیال هي لیفینګ سره د هغه د تېرې ورځې د لیدنې "مرکزي موضوع" وه.

یاد جوړجاړی هغه تعرفې محدودوي چې دواړه لوري یې د یو بل پر صادراتو لګوي او تر اوسه څرګنده نده چې دغه جوړجاړی به دوام مومي یا نه.

بېسنټ د تعرفو په برخه کې د لنډمهال جوړجاړي په اړه وویل: "د تېر مني راهیسې زموږ په اړیکو کې خورا ثبات راغلی او زه فکر کوم چې موږ به دا حالت وساتو."

بېسنټ همدارنګه وویل چې امریکا او چین د یکشنبې په ورځ په خبرو اترو کې هوکړه وکړه چې د مصنوعي ځیرکتیا په اړه خپلې خبرې اترې رسمي کړي او "احتمالاً" به په دې اړه دوه میاشتې وروسته د چین په شینزین ښار کې بیا سره وګوري.

د دغه ډیالوګ د یوې برخې په توګه، هغه وویل چې متحده ایالتونه غواړي له چین سره د اړیکو یوه لاره پرانیزي ترڅو د مصنوعي ځیرکتیا اړوندو پېښو ته رسیدګي وکړي او د دې ټیکنالوژۍ د مهمو خطرونو په اړه یوې هوکړې ته د رسیدو هڅه وکړي؛ که هغه د مصنوعي ځیرکتیا داسې طرفونه وي چې کنټرول نه شي کیدای، او یا هم غیر دولتي سایبري ډلې وي چې بیولوژیکي وسلې لري."

د متحدو ایالتونو د سوداګرۍ استازي جیمیسن ګریر چې د یکشنبې په غونډه کې یې د بېسنټ ملتیا کوله، خبریالانو ته وویل چې امریکايي لوري چین ته د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیا مایکروچپونو او سیمی کنډکټر د صادراتو په برخه کې د خپلو محدودیتونو په اړه بحث ونه کړ.

بیجینګ د امریکا د شته محدودیتونو د نرمولو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې پخپله یې امریکا ته د نادرو ځمکنیو منرالونوپه صادراتو باندې محدودیتونه لګولي دي؛ هغه منرالونه چې د صنعتي تولیداتو لپاره حیاتي خام مواد ګڼل کیږي. چین د دغو منرالونو د نړیوالې اکمالاتي لړۍ کنټرول په لاس کې لري او امریکا پر بیجینګ فشار راوړی چې یاد محدودیتونه نرم کړي

بېسنټ په خپله مرکه کې وویل چې هغه له چینايي لوري سره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دغه هېواد د نږدې اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي. د فبرورۍ په میاشت کې د ایران د ترهګر رژیم پر وړاندې له اسرائیل سره د ګډو عملیاتو له پیل راهیسې، ایران د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ دی.

ټرمپ د جولای په میاشت کې په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې یوه لیکنه خپره کړه او ویې لیکل چې شي د دوی د مۍ میاشتې په غونډه کې ژمنه کړې وه چې "په هیڅ ډول حالاتو کې" به تهران ته وسلې ورنکړي او یا به یې ورته ونه پلوري.

یوه میاشت وروسته، ټرمپ په یوې بلې لیکنې کې خبرداری ورکړی و چې هر هغه هېواد چې ایران ته "د بقا کومه وسیله" چمتو کړي، نو له "سترو اقتصادي پایلو" سره به مخ شي.

چین چې ټرمپ یې نوم یاد نه کړ، له ډېرې مودې راهیسې د ایران د تېلو تر ټولو لوی پېرودونکی هېواد دی؛ هغه تېل چې د ایران د رژیم لپاره د عاید اصلي سرچینه ګڼل کیږي.

د شي لپاره په دوه اړخیزو اړیکو کې تر ټولو مهمه لانجه تایوان ته د امریکا لخوا د وسلو پلور دی. ټایوان یوه دیموکراتیکه سیمه ده چې په خپلواکه توګه اداره کیږي او د امریکا شریک هېواد ګڼل کیږي، خو بیجینګ یې یوه بې لارې سیمه بولي.

چین له ډېرې مودې راهیسې غوښتنه کوي چې امریکا دې ټایوان ته د وسلو پلور بند کړي. ټرمپ د مې میاشتې له غونډې وروسته د امریکا فاکس نیوز شبکې ته وویل چې هغه ټایوان ته د ۱۴ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو د پلور وړاندیز "ځنډولې" دی هغه زیاته کړه: "دا په چین پورې اړه لري. رښتیا ووایم، دا زموږ لپاره د خبرو اترو پر مهال د یوې مهمې او ګټورې وسیلې په توګه کارول کیدای شي."

ټرمپ او شي ښايي سږکال د لیدنې لپاره دوه نور فرصتونه ولري؛ ځکه چې چین د نومبر په میاشت کې په شینزین کې د "اسیا-پسیفیک اقتصادي همکارۍ" د فورم د مشرانو کوربه توب کوي او امریکا د ډېسمبر په میاشت کې په میامي کې د شلو سترو صنعتي او مخ پر ودې هېوادونو یا جي شل سرمشریزې کوربه توب کوي.