افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمان بیا غونډه کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، ټاکل شوې چې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو دویمه غونډه د روان عیسوي کال د اګست میاشتې په وروستیو کې جوړه شي.

د درې واړو هیوادونو دیني عالمان د لومړي ځل لپاره د تیر عیسوي کال په مې میاشت کې پر افغان سولې او جګړې د بحث کولو لپاره غونډه کړې وه.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل رسنیو ته په یو استول شوي ویډیوي کلیپ کې ویلي، چې په دویمه غونډه کې به د تیرکال د غونډې پر پریکړو ټينګار وشي.

هغه زیاته کړه: "په دې غونډه کې به د تیرکال د غونډې پر پریکړو ټینګار وشي، چې په هغې کې هر ډول ځانمرګي بریدونه، تروریستي اعمال او د سخت‌دریځۍ نور اعمال په کې رد شوي وو او ژمنه شوې وه، چې د درې واړو هیوادونو عالمان به په ګډه د اسلام د مبین دین په رڼا کې د دغو منفي پدیدو پر ضد مبارزه کوي".

د ملي امنیت شورا تیره ورځ په یو بیان کې ویلي، چې اندونیزیايي لوري په دې غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه غوښتي چې خپل دیني عالمان ورته معرفي کړي.

د آسیا پسېفیک او افریقا لپاره د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت مسئول ډیسرا پارکایا د افغانستان د ملي امنیت شورا له یو مرستیال عتیق‌الله نوشیر سره په لیدنه کې ویلي، د درېو هیوادونو دیني عالمان به د راروانې اګست میاشتې په ۲۶مه او ۲۷مه په اندونیزیا کې غونډه وکړي.

ښاغلي پارکایا ټینګار کړی، چې اندونیزیا د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن دی او زیاته کړې یې ده، چې هیواد به یې ډېر ژر د افغان سولې، پراختیا، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه د خبرو او بحثونو لپاره د افغان مېرمنو یو کنفرانس هم جوړ کړي.

د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو تیر عیسوي کال په خپله لومړۍ غونډه کې د افراطیت په وړاندې د یو دریځ نیولو پریکړه کړې وه او ویلي وو، چې په سیمه کې به هیڅ ډول افراطي ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

همدا شان د غونډې برخه والو، وسله‌والو طالبانو ته د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ کړی وو.