افغان حکومت د کانونو د غیرقانوني کیندنو او قاچاق مخنیوی کوي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، چې د کانونو د ساتنې کمېټې په ۱۶ ولایتونو کې د غیرقانوني کان کیندنو سروې بشپړه کړې ده.

دغه کمېټه د غیر قانوني کان کېندنې او د کانونو د قاچاق د مخنیوي لپاره، د افغانستان د جمهور رئيس محمداشرف غني د حکم په اساس جوړه شوې ده.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست عنایت‌الله مومند د پنجشنبې په ورځ د فبروري ۲۰مه (کب لومړی) ملت ته د دولت د حساب ورکولو په پروګرام کې وویل، چې دغې کمېټې له امنیتي بنسټونو سره په ګډه د کانونو د خوندیتوب کړنلاره جوړه کړې ده.

د ښاغلي مومند پر وینا، په هغو سیمو کې چې په غیر قانوني توګه د کانونو د استخراج په اړه سروې شوې ده، ژر به په کې قانوني تړونونه لاسلیک شي.

هغه وویل: "په هرات، بامیان، دایکندي، ننګرهار او تخار کې د هغه ساحو رسمي کېدو آزمایشي پروسه پیل شوې چې څلورو ولایتونو کې به ژر قانوني جوازونه ورکړل شي".

همداشان دغه وزارت د چاپېریال ساتنې له ملي ادارې سره په همغږۍ، د شګو او جغل ۱۹ او د ګچ د تولید ۳۳ کارخانې، چې په غیرقانوني توګه یې فعالیت کوه، تړلي دي.

په افغانستان کې له کانونو څخه د زورواکو سیمه‌ییزو قوماندانانو او د دولت وسله‌والو مخالفینو د ګټې اخیستلو په تړاو کورنیو او نړیوالو بنسټونو په وار وار اندېښنې ښودلي دي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت پخوانۍ سرپرستې نرګس نهان هم ویلي وو، چې د طالب او داعش ډلو ترڅنګ په نظام کې دننه یو شمیر زورواکي د کانونو په غیرقانوني استخراج کې لاس لري.