جنبش وایي ارگ کندهار ته د نور او دوستم د سفر مخه ونیوله

عطامحمد نور او باتور دوستم په کندهار کې په یوه سیاسي غونډه کې گډون کاوه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست خبرداری ورکړی و چې ښایي طالبان هغه الوتکه وپرزوي چې د افغانستان سیاستوال په کې سپاره وو.

د یوې الوتکې د پرواز مخه نیول شوې چې ټاکل شوې وه د بلخ والي عطامحمد نور او د ملي جنبش مشر باتور دوستم په کې د مزار شریف نه کندهار ته لاړ شي.

هغه مکتوب چې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له لورې صادر شوی په کې د طالبانو له لورې د افغان سیاستوالو او مسافرو د الوتکې د الوزولو په هکله خبرداری ورکړل شوی چې ددې ادارې په وینا دا کار د نظام دننه د کړکیچ د رامنځ کولو په هدف کیده.

خو د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ویاند بشیر احمد ته‌ینج، د امریکا غږ ته وویل چې ارگ په قصدي توگه کندهار ته د ښاغلیو نور او دوستم د سفر مخه ونیوله.

ښاغلي ته‌ینج وویل "پخپله جمهور رئیس مستقیماً مسوولیت لري...مونږ ارگ مسؤل گڼو".

دا په داسې حال کې دي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د اسیا د زړه – استانبول پروسې، په غونډه کې د گډون لپاره اذربایجان ته سفر وکړ.

ټاکل شوی وه چې عطا محمد نور او باتور دوستم په یوه سیاسي غونډه کې د گډون لپاره د کندهار ولایت ته لاړ شي.

ښاغلي نور چې دمخه یې جمهور رئیس غني د واک په انحصار تورن کړی دی د ارگ د سختو منتقدینو څخه دی.

له دې مخکې، د بلخ ولایت په هوایي ډگر کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم الوتکې ته چې د څو میاشتو راهیسې په ترکیه کې دی، د کښناستو اجازه نه وه کړل شوې.

د ملي اسلامي جنبش ویاند وویل چې د حکومت ددې اقدام په غبرگون کې به ددې دوو گوندونو پلویان په کابل، کندهار او مزارشریف کې غونډې وکړي.