افغانستان د امریکا د ملي امنیت د نوې ستراتیژۍ هرکلی کړی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د امریکا د ملي امنیت په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نوې ستراتیژي، د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې د دواړو هیوادونو له ګډو موخو سره مطابقت لري.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې راغلي، چې د امریکا نوې ستراتیژۍ (د ملي امنیت ستراتیژي او د افغانستان او جنوبي آسیا ستراتیژي) د تروریزم د ماتولو او په افغانستان کې د ثبات د ټینګولو لپاره د ګډو هڅو پر بنسټ جوړې شوې دي.

افغان حکومت ټینګار کړی، د دواړو هیوادونو د ګډو هڅو په نتیجه کې به، چې د امریکا د نویو ژمنو څرګندونه کوي، په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر شي.

په اعلامیې کې راغلي "موږ له هغې ستراتیژۍ، چې موخه یې په سیمه کې د سولې او ثبات پیاوړتیا، په ځانګړي ډول له ډیپلوماټیکو لارو څخه ده، هرکلی کوو".

د ارګ په پيان کې دغه راز ویل شوي، چې د ملي یووالي حکومت د سیمې د هیوادونو تر منځ همکاریو او د متقابل درناوي اصولو ته ژمن دی او په دې برخه کې به خپلو هغو هڅو ته دوام ورکړي، چې د یوې سوله‌ییزې سیمې د رامنځ ته کولو او د اقتصادي او پراختیايي اړیکو د زیاتیدو په برخه کې، د خپلو خلکو لپاره ترسره کړې دي.

افغان حکومت ویلي، چې دغو موخو ته رسیدلو لپاره به، له خپلو نږدې او لیرو ګاونډیانو سره ګډ کار ته دوام ورکړي.