د برما حکومت ویلی دی چی دوی  د مارغانو د والگی د مرض د مخنیوی دپاره پوره اماده گی نیولی ده

د برما حکومت ویلی دی چی دوی مارغانو د والگی د مرض د مخنیوی دپاره پوره اماده گی نیولی ده او ددغه مرض د معلومولو او ختمولو په لړ کی پوره همکاری کوي. د برما د کرنی وزیر ویلی دی چی ددوی حکومت د څارنی دپاره هڅی زیاتی کړیدی خو تر اوسه یی خپل ملک کی په کورنیو او ځنگلی مارغانو کی د والگی د مرضی علامی نه دی لیدلی. ده دا هم ویلی دی که چری دوی په خپلو مارغانو کی ددغه خراب مرض علامی ولیدی نو نړئ به پری خبره کړی.