په کابل کې دپولچرخی له زندان نه بندیان تښتیدلی دی

په ټول افغانستان کې دهغو اوو طالب بندیانو پسی لټون روان دی چې دیکشنبی په ورځ دهیواد ترټولو لوی زندان څخه وتښتیدل.

دافغانستان دزندانونو سرمامور جنرال عبدالسلام بخشی نن وویل، دغه بندیان په داسی حال کې دپولچرخی له زندان څخه وتښیتدل چې خپلوان ئې دلیدو لپاره ورغلی ؤ .

جنرال عبدالسلام دتښتیدلو بندیانو دهویت په باره کې څه ونه ویلی مگر داخبره ئې وکړه چې دوی دمنځنی رتبی طالبان ؤ او په شپاړس کاله بند باندی محکوم شوی ؤ .

دغه جنرال وویل، دلسو ساتونکونه تحقیقات روان دی چې احتمال لری ددغو بندیانو په خوشی کولو کې ئې کړی یا دهغوی دغفلت په علت تښتیدلی وی .

دجولای دمیاشتی نه راپدی خوا دا دوهم ځل دی چې له زندان نه بندیان تښتی . په افغانستان کې دامریکائې زندان څخه دبن لادن دمرستیال په شمول څلوربندیان په همدی میاشت تښتیدلی ؤ.