ایران له روسېې موافقه کړیده 

اېران وایی, له روسېې سره ېې په دې موافقه کړېده چې دهغو هېوادونو شمېر زېات کړي چې په دې پلان کې شرېک سی چې اېران د ېورانېم د غنی کولو حساس کارونه روسېې ته انتقال کړي. نن په تهران کې داېران د خارجه وزارت نطاق منوچهر متقی ووېل چې داېران د ېورانېم د غنی کولو لپاره په احتمالی ځاېونو باندې لاتراوسه هم غور کېږي.

مسکو په دې نظر دی چې داېران د ېورانېم د غنی کولو پلان روسېې ته ددی لپاره انتقال سی چې هلته به له نېژدې نه ځارل کېږی اودا داېران د اټومی پروگرام پر سر د جنجال د حل کولو لپاره ېوه لاره ده. دامرېکا حکومت چېن او اروپایی ټولنه ددی پلان ملاتړ کوی. په عېن حال کې د اېران د انقلابی گارد مشر جنرال ېحی رحېم صفوی نن ووېل که دده پر هېواد ‏حمله وسی نو دخپلی دفاع لپاره به له بېلسټېک تو غندېو نه کار واخلی. دامرېکا جمهوررئېس جورج بش د سی بی اېس تلوېزېونی شبکې ته د جمعې په ورځ ووېل دی به له اېران سره د معاملی لپاره ټولې لارې چارې خلاصی پرېږدي. په دغو لارو چاروکې نظامی مداخله هم شامله ده. خو هغه ووېل دا به وروستی چاره وی.