دافغانستان په جنوب کې ځینی مهمی حملی دقاچابرانو پوری ارتباط لری

افغان مامورین وائې، نن ترزیاتی اندازی پوری جنگ ارام ؤمگرحکومتی قواوی سیمه تالاشی کوی چې مشکوک یاغیان پکې پیداکړی . دشنبی په ورځ په کندهار کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې شپږتنه پولیسان ووژل شول . دا حمله دیولړهغو خونړیوو حملووروستی حمله ده چې داسی ښکاری دافغانستان دجنوب اکثرو سیموته ئې لمن غزیدلی ده .ددغو حملو ملامتی دطالبانو په پلویانو باندی اچول کیږی . طالبان یوه افراطی اسلامی ډله ده چې په افغانستان باندی ئې تر یودپاسه دوه زرم کال پوری چې له قدرته نه راوپرزول شوه، حکومت کاوه . دکورنیو چارو دوزارت نطاق یوسف ستانیزی وائې،لږترلږه دغه تشدد دیاغی طالبانو اودمخدره موادو سیمه یزه قاچاقبرانو ائتلا ف چې ورځ په ورځ زیاتیږی ،پیدا کړیدی . هغه وائې،طالب جنگیالی او دمخدره موادو قاچاقبران غواړی چې امنیتی وضع خرابه کړی ځکه چې پولیسانو دمخدره موادو په قاچاقبرانو باندی فشارراوړی دی . دوی دمخدره موادو په قاچاقبرانو او په ترورستی فعالیتونو باندی کړۍ تنگه کړیده . هغه وائې، دغه دواړه ډلې په عینی شبکوچې په پټه فعالیت کوی ،تکیه لری.دغه شبکی مخدره مواد ،وسلی او افراد په پټه انتقالوی . افغانستان دغیرقانونی اپینو په تولیدکې یو مخکښ هیواد دی چې دهیروئنو په تولید کې ورنه کاراخیستل کیږی . دغه نښته دجمعی په ورځ هغه وخت پیل شوه کله چې افراطیانو دهلمند په ولایت کې دپولیسانو په کتارباندی حمله وکړه.دغه ولایت له ډیر پخوا نه دیاغیانو دفعالیت مرکزگڼل کیږی . په داسی حال کې چې حکومتی قواوی بیا منظمی کیږی ،دامریکا په مشری دائتلاف جنگی الوتکوپه سیمه کې دمشکوکو طالبانو په هدفونوباندی بمباری وکړه . دغه تاوتریخوالی دشنبی په ورځ دسیمی په سلگونو اوسیدونکی دکورونوپریښودلوته مجبورکړل په داسی حال کې چې عسکرو او مشکوکو طالبانو پریوبل باندی ډزی کولی . له کابل نه نوی قواوی سیمی ته رسیدلی او په بی ثباته جنوبی ولایتونو کې دامنیت په ټینگولو کې زیاتوالی راغلی دی . مامورین وائې، هلمند اوکندهاردواړه ولایتونه دمخدره موادو دقاچاق او دیاغی طالبانومرکزونه دی . دناټو سوله ساتونکی به دروان کال په اخرکې په سیمه کې ځای په ځای شی .ددوی اوسنی شمیر به دوه برابره شی .دبریتانی ،هالنډ او کاناډا تقریبآ اتلس ‏(‎ ١٨ ‏)‎ زره عسکربه دامریکائې عسکرو چې لادپخوان په دغه سیمه کی دی متمم وی .