په افغانستان کی د امریکا فوځ په دی نیزدو ورځو کی د هغی پیښی په باب پلټنی کوی ، چی گومان کیږی گڼ شمیر افغانی عسکر او ملکی کسان د ایتلاف د قواو لخوا سهواً ډزو کی لگیدلی وی.
د ایتلاف قواو په خپله اعلامیه کی ویلی دی چی دوی به د افغانی پولیسو په هغو راپورنو څیړنه کوی چی وایی د تیری جمعی په ورځ قندهار کی
طالبانو سره شوی سختی جگړه کی د ایتلافی قواو په خطایی ډزو کی شپږ تنه افغان پولیس هم مړه شویدی.
افغانی مقامات وایی چی په دی جگړه کی چی ایتلاف د قواو سره افغانی عسکر پولیس اودامریکا په مشرئ د ایتلاف نظامی هېلی کاپټرو هم مرسته کوله دی کی ۴١ طالب جنگیالی وژل شویدی. دا په دی کال کی د افغانستان د ټولونه خونړئ جگړه وه.
همداراز د ایتلافی قواو لخوا په کونړ کی د شوی هغی پیښی په باب هم جلا پلټنی شروع شویدی چی کله تیره شنبه د یاغیانو او امریکا په مشرئ د ایتلافی عسکرو په جگړه کی اووه افغان ملکی کسان هم وژل شوی وو.