افغاني چارواکي وایی چی یوه ځان مرگي بم چونکي په کندهار کی خپل موټر چی بم یې په کی ایښی و وچاود ، هم یې ځان وواژه او هم یې د امریکا د یوې خصوصي امنیتي مؤسسې څلور کارکونکي زخمیان کړل .
مقاماتو وویل چی دا حمله نن د کندهار ښارته نژدې شوې ده . او یو چا چی ځان یې د طالبانو نطاق معرفی کړ وویل چی دا حمله دوی کړې ده .
له بلي خوا نن په کابل کی ولسي جرگې د جمهوررئیس کرزي په نوي کابینې باندی رایگیري شروع کړې ده او د ٢٥ وزیرانو په مقررۍ باندی پټي او سری رایی ورکوی .
د بهرنیو چارو نوی وزیر رنگین دادفر سپنتا لومړنی وزیر و چی د باور رایه یې واخیستله . او له هغه نه وروسته ددفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردگ ته چی د ٢٠٠۴ کال د اکتوبر د میاشتي را هیسی په دې چوکۍ کی کار کوی دا رایه ورکړه شوه . د رایگیرۍ بشپړی نتیجې به نن وروسته معلومی سی .
ښاغلي کرزي چی په ٢٠٠۴ کال کی یې د جمهوری ریاست انتخابات وگټل تیره میاشت په خپله کابینه کی محدود تغییرات راوستل .