افغاني چارواکي وایی چی په بېلو بېلو نښتو کی یو ائتلافي عسکر او اته یاغي طالبان په داسی حال کی وژل شوي دي چی د امریکا په مشري قواوي د یاغي ډلو د ځپلو د پاره خپلو غټو عملیاتو ته دوام ورکوی .
ائتلافي قواوی وایی چی خارجي عسکر هغه وخت ووژل سو چی د پکتیکا په ولایت کی یې گزمه کوله او یاغیانو حمله پر وکړه . ددې عسکر ملک نه دی اعلان سوی .
مامورین وایی چی ائتلافي او افغان قواوو د افغانستان په ختیځ او د زابل په ولایت کی د جنگي عملیاتو په وخت اته تنه یاغي طالبان هم وژلي دي .
د امریکا په مشري ائتلافي قواوو د سه شنبې په ورځ د هلمند په ولایت کی د طالبانو پر یو ځای باندی په حمله کی ٣٥ یاغیان ووژل . او په همدې ولایت کی یاغیانو یو برتانوی عسکر وواژه چی دا شپږم عسکر و چی په دې سیمه کی وژل کیږی .