په بنگله دېش کې پولېسو د حکومت د مخالفانو ېوه مظاهره خوره وره کړه

په بنگله دېش کې د بلواد مخنېوى پولېسو هغه مظاهره خوره وره کړېده چې دحکومت مخالفانو ددى لپاره کوله چې په هېواد کې د عمومى اعتصاب ملاتړ وکړي.

د بنگله دېش له پاېتخت ډهاکې نه نن دېکشنبى په ورځ را رسېدلى رپوټونه وايي چې پولېسانو په کوتکېو باند د تقرېبا درى سوو کسانو مظاهره خوره وره کړه. تراوسه پورې د چاد زخمى کېدو په باب معلومات ندى راغلى خو رپوټ وايى چې دېته ورته مظاهرى په نورو سترو ښارونوکې هم شوېدى او د خلکو دورځنى ژوند په کار اوبار کې ېې گډوډي پېدا کړېده. د حکومت څوارلس مخالفو گوندونو داېتلاف مشري د عوامى لېگ په نامه گوند کوىاو دغه گوند په ټول بنگله دېش کې د ېوې ورځې د عمومى اعتصاب کولو اعلان په دې خاطر کړېدى چې دوى د بنگله دېش د انتخاباتو په قانو ن کې اصلاحات غواړى. په بنگله دېش کې دعمومى انتخاباتو نه مخکى ېو سر پرست حکومت جوړ شوېدى. حکومت د مخالفو سېاسى ډلو غوښتنى ته پاملرنه نده کړې او پر هغوى ېې داتور لگولى دى چې غواړى انتخابات له ناکامى سره مخامخ کړى او په دېموکراسى کې گډوډى راولى.