جمهوررئیس بوش دهغو جمهورریت غوښتونکو لپاره انتخاباتی مبارزه کوی چې ځانونه ئې دکانگرس لپاره کاندید کړیدی

جمهوررئیس بوش انتخاباتی مبارزه کوی چې دجمهوریت غوښتونکو کاندیدانولپاره دخلکو ملاتړ لاس ته راوړی ، په داسی حال کې چې دعامه افکارو سروی ښئ چې اکثره رایه ورکونکی به ډیموکراتانو ته رائې ورکړی . دکانگرس لپاره دغه انتخابات دسه شنبی په ورځ کیږی .

جمهوررئیس بوش دخپلی هفته ایزی راډیو ئې وینانه کارواخیست امریکایانوته ووائې، ستاسی دسه شنبی دورځی رایه به هیواد په اقتصاد باندی مستقیمه اغیزه وکړی .

جمهوررئیس چې دکولوراډو دایالت دیودکان نه خبری کولی او وی ویل چې دده دمالی د کمولو تاثیر د اقتصاد په وده کې پوره څرگند دی او په امریکا کې دبی کاری اندازه کمه او د کارونو پیداکول له هغه څه نه لوړه ده چې پیشگوی ئې کیدله . هغه وویل، که ډیموکراتان انتخابات وگټی نودمالی کمول به ختم کړی.

ښاغلې بوش پرون دجمعی په ورځ یوې غونډې ته وویل، ډیموکرات کاندیدان په عراق کې دبری لپاره پلان نلری .

ډیموکراتان وائې، ښاغلې بوش په هغو غوښتنو غوږونه کاڼه کړیدی چې وائې، په عراق کې دی خپله سټراټیجی بدله کړی . دوی وائې، اوس ددی وخت دی چې په کانگرس کې نوی مشران منځ ته راشی .