دامرېکا دکانگرېس انتخاباتو ته دوه ورځى پاتى دى

دامرېکا دکانگرېس انتخاباتو ته دوه ورځى پاتى دى. سروې گانى دا څرگندوى چې مخالف گوند دېموکراتان دامرېکا په ولسى جرگه کې چې د چوکېو شمېر پکى ۴٣٥ ته رسېږى اکثرېت گټلى شى. خو د مشرانو په جرگې کې داکثرېت گټل لا څرگند ندى.

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش دنېبراسکا او کانزاس اېالتونو ته نن ددى لپاره سفر کوى چې دخپل گوند د کاندېدانو ملاتړ وکړى. ېوشمېر سېاسى تحلېل کووونکى اټکل کوى چې واکمن جمهورى گوند به دعراق په باب د خلکو د نارضاېتى له امله ډېرې چوکي باېلى. د سى بي اېس تلوېزېون ېو ه سروې څرگندوى چې د عراق مسله دراېو ورکوونکېو لپاره ډېره مهمه مسله ده او په دې پسى دوېمه مسله د اقتصاد ، کارونو دموجودېت، او دغېر قانونى مهاجرېنو دراتگ او د ترورېزم د خطرمسله ده.

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش ووېل امرېکا به دترورېزم پر ضد جنگ له مرکزى جبهى نه په عراق کې په شا نشى. هغه ووېل مخالف گوند ېعنى دېموکرات د عراق لپاره هېڅ پلان نلرى.

خود ېموکراتان وايى چې که دوى په کانگرېس کې اکثرېت وگټى نو دعراق په ستراتېژى کې به بدلون راولى.