د غزى په تړانگه کې پنځه فلسطېنېان داسراېېلو په ډزو کې وژل شوېدى

د فلسطېن د روغېتېايى چارو ماموران وايي د ېو ې ښځى په شمول پنځه فلسطېنېان نن د سه شنبى په ورځ د غزى په تړانگه کې داسراېېلو په ډزو کې ووژل شول.

رپوټ وايي چې ښځه هغه وخت ووژل شوه چې داسراېېلو ټانک د حماس ډلى د پارلېمان دېوه غړى په کور ډز وکړ. هغې تېره اونى د ښځو مظاهره تنظېم کړې وه او دهغى په سبب سرتېرو وکولى شول چې په بېت حانون کې داسراېېلو له محاصرې نه ځانونه وباسى. دبېت حانون ښارگوټى په شمالى غزه کې پروت دى.

تردى ېو څو ساعته مخکى د اسراېېلو پوځ وو ېل چى دوى دېوې اونى اوږدو عملېاتونه وروسته له بېت حانون نه ووتل. داسراېېلو پوځ وايي داعملېات ددى لپاره وو چې پر اسراېېلو باندى د راکټ دډزو مخه ونېسى.

رپوټ وايي دتېر کال راهېسى چې اسراېېل له غزى نه وتلى دى داېې په بېت حانون کې تر ټولوستر عملېات وو ځکه چې تر پنځوسو نه زېات فلسطېنېان پکى ووژل شول.

بل پلو د فلسطېن د جمهوررئېس محمود عباس د فتح گوند او د حماس واکمن گوند ترمنځ به دمتحد حکومت د جوړولولپاره نن نورى خبرى هم وشى.