د امریکا د خارجه وزارت مرستیال په کابل کې وویل چې د امریکا په حکومت کې تغییر د افغانستان سره د امریکا په مرستو کې به بدلون نه راولي
هغه وویل با ثباته افغانستان د امریکا د ملي گټو د پاره ډیر مهم دی او دیموکراتان او جمهوري غوښتونکو دواړو دې کارته ملا تړلې ده . ښاغلي بوچر دا وینا نن په کابل کی د افغان مامورینو سره د ملاقات په وخت وکړه
اکرام شینواري د کابل نه دا رپوټ رالېږلئ دئ