کارپوهان هڅه کوي په درېیو کالو کې د ملاریا د تلفاتو شمېر نیم کړي

روغتیایي کارپوهانو اوس داسې یوه طرحه برابره کړې ده چې ویل کیږي نړیوالې ټولنې سره به مرسته وکړي څو تر دوه زره و لسم میلادي کاله پورې، د ملاریا له امله د تلفاتو شمېر، سم نیمایي ته راښکته کړي.

افریقایي هېوادونو د اپریل پنځه ویشتمه نېټه، د افریقا د ملاریا د ورځې په نامه نومولې ده. ملاریا یا لویه تبه، یوه خطرناکه ناروغي ده چې که درملنه یې ونه شي نو کیدای شي د مړینې سبب وگرځي.

د افریقا په کلیوالي سیمو کې، ټوکماران د ځان دردۍ او نس ناستې په باب، طنزي کیسې کوي خو که په ریښتوني ډول وکتل شي، دغه ستونزې ډیرې جدي او د ملاریا یا لویې تبې له معتبرو نښو نښانو څخه دي.

ملاریا د ختمولو اداره داسې یو گډ ارگان دی چې په نولس سوه و اته نوییم کال کې د روغتیا نړیوال سازمان، نړیوال بانک، او د ملگرو ملتونو د دوو نورو سازمانونو په برخه اخیستنې سره پرانیستل شوی دی.

ددې ادارې د مشرې، اوا میري کول سېک په وینا، له څلویښت څخه تر دیرش فیصده پورې ناروغان چې په افریقا کې د طبي ستونزو له امله مراجعه کوي، په ملاریا اخته دي. له بلې خوا، ملاریا له پنځو کالو ښکته ماشومانو ته د مرگ یو عمده سبب دی.

د ملاریا له گټورو او اغېزمنو درملو څخه، یو هم د آساک په نامه گولۍ دي چې په یو دوز ورکول کیږي. دغه درمل هرو مرو د ملاریا پر ټولو ناروغانو مثبت تاثیر نه کوي.

د آساک جوړوونکي وایي چې یو لوی سړي ته د دغو درملو بشپړ دوز، یو ډالر تمامیږي خو د سینیگال د ډاکار په پاستور انستیتوت کې ډاکټران وایي چې دغه یو ډالر هم د افریقا د کلیوالو لپاره ډېر گران دی.

په افریقا کې له دې ټولو هڅو سره سره، دلته په امریکا کې هم څیړونکي هڅه کوي چې د ملاریا د مخنیوي یوه لاره پیدا کړي. د مریلنډ د جان هاپکینز پوهنتون څیړونکي غواړي د جینیتکي تغییراتو له لارې، د ملاریا په لیږدوونکو غوماشو کې داسې بدلون راولي چې د ملاریا د مکروب له لېږدولو څخه عاجزې شي.

بل پلو ساینس پوهان هم هیله من دي چې د ملاریا پر ضد واکسین جوړ کړي. په افریقا کې د ملاریا پر ضد سخته مبارزه روانه ده. روغتیایي چارواکي خلکو ته د خوب پشه خانې او د غوماشو ضد مواد ورکوي او همدا راز کورنیو ته لارښوونه کوي چې څنگه له هغو څخه گټه واخلي.

په داسې حال کې چې په نړیواله کچه د ملاریا د غوڅونې هڅې پیل شوي خو په انفرادي ډول دا فعالیتونه محدود دي. د بېلگې په توگه، د افریقا په لیرې پتو کلیو کې، ټوکماران یواځې خلک خندوي او هغو ته دا په یادوي چې ملاریا یوه سخته ناروغي ده چې باید له پامه ونه غورځي.