د پاکستان برطرفه شوی قاضی القضات وایی چی نور په ملک کی د ډیکتاتوری دوره ختمه شوی ده

نن افتخار محمد چودری په لاهور کی په زرگونو خپلو طرفدارانو ته پداسی حال کی چی د دوی لخوایی تود هرکلی کیده وینا وکړه او وویل هغه ملتونه اوحکومتونه به بقا ونکړی چی د اساسی قانون ارزښتونو ، قانونیت او بشری حقوقو ته درناوی ونکړی.

جمهور ریس پرویز مشرف د مارچ په میاشت کی چودری پدی نامه برطرفه کړ چی د خپل صلاحیت نه یی ناوړه گټه اخیستی وه. او چودری بیا ویلی چی د ده برطرفی د اساسی قانون نه سرغړونه وه.

دا دوسیه قضایی هییت تر څیړنی لاندی نیولی ده. د چودری د برطرفی راهیسی د هغه د طرفدارانو له خوا د جمهور ریس پر خلاف زیاتی مظاهری شوی دی. چی په لا هور کی ننی مظاهره د دی څو اونیو مظاهرو په پرتله تر ټولو لویه مظاهره ده.

په زرگونو خلکو کله چی د هغه د سپرلی موټر لاهور ته ورسید ، گلان یی پری وشیندل او نورو د ورک دی وی مشرف په شعارونو سره د دی پوځی مشر سره چی د ١٩٩٩ کال راهیسی یی د مرگ ژوبلی پرته د یوی پوځی کودتا وروسته قدرت تر لاسه کړ، خپل د کرکی مراتب څرگندول.