د کانادا صدراعظم ستیفن هاپر د کابل نه د لیدنی په وخت یو ځل بیا د کانادا د حکومت له خوا د افغانستان سره پر همکاریو تاکید وکړ.
هغه نن د جمهوری ریاست په ماڼی کی د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزی سره د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو په باب په یو گډ خبري کنفرانس کی خبری وکړی.
د کانادا صدراعظم وویل چی نړیواله ټولنه د کانادا نه غواړی چی خپل عسکر افغانستان ته واستوي.
پدی کنفرانس کی یوه کانادایی خبریال د افغانستان نه د کانادایی عسکرو د ایستلو په اړه وپوښتل چی په ځواب کی یی د افغانستان جمهور ریس وویل په افغانستان کی کانادایی عسکر د تروریزم په مقابل کی د هغوی د ساتنی او دفاع په خاطرکار کوي.