د کال ١٩٨۴ د جون پر شپږمه د هند د پوځ او د سیکه جدایی غوښتونکو ترمنځ د د دوو کالو جگړو څخه وروسته د هند پوځ د امرتسر په ښار کی د سیکهانو ترټولو مقدس طلایی معبد محاصره کړ او په معبد کی دننه یې پنځه سوه سیکه جنگیالي قتل کړل.
د جون پر شپږمه سهار وختی د هند د پوځ او سیکه یاغیانو ترمنځ د توپکو او توپونو په جگړه کی د هند د پوځ سل تنه عسکر، او په لس هاو غیر پوځی سیکهان ووژل سول.
د هند پوځ د پنجاب په ټول ایالات کی د سیکهانو څه باندی پنځه دېرش معبدونه او زیارتونه محاصره کړل. د هند مقاماتو دغه عملیات وستایل او وې ویل چی دې عملیاتو د سیکه ټروریسټانو ملا ملاته کړه.
د دغو عملیاتو څخه وروسته سیکهانو په ټول هند کی بلواوی پیل کړې او نور کسان هم ووژل سول. د هند په پوځ کی تقریبا زرو سیکهانو ښورښ وکړ خو هغه ښورښ وځبل سو او د سیکه یاغایانو نور مشران ونیول سول او یا ووژل سول.
د اکټوبر پر یودېرشمه د هند صدراعظمه ایندراگاندهي په نوي ډهلی کی خپلو دوو سیکه محافظینو وویشتله او وې وژله.
ددې په نتیجه کی قهرېدلو هندوانو په زرهاو سیکهان قتل عام کړل تر څو د ایندراگاندهی زوی رجیو گاندهی چی د مور پر ځای د هند صدراعظم سوی وو، پوځ را وباله او د سیکهانو وژلو ته یې خاتمه ورکړه .
د پنجاب د سیاسی دریځ موضوع بیا هم حل نه سوه او په دغه ایالت کی د ١٩٩٠ د لسیزی تر لومړیو کلونو پوری ناکراریو دوام وکړ.