افغان چارواکي وایي امریکایي ځواکونو په غلطۍ سره ٧ افغان پولیس وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
دا پېښه تېره شپه د ننگرهار د خوگياڼيو په ولسوالۍ کې شوې ده. ویل کیږي چې دواړو خواو یو پربل د طالبانو گومان کړی و.
دا ٧ تنه پولیس هغه وخت و وژل شول چې امريکايي عسکرو له هوایي ځواکونو څخه مرسته وغوښتله او هوایي ځواکونو بمباري وکړه.
امريکايي الوتکو د دوى پر پوستې بمونه وغورځول چې په ترڅ کې يې اوه تنه پوليس ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.