په غزه کې سخت تاوتریخوالې لا هم دوام لري

په غزی کې د شپې څخه پیل او بیا تر چهارشنبې سهاره پورې د حماس او فتحې ډلو ترمنځ مخ پر زیاتیدونکی کشمکش او شخړو دوام درلود.

د فلسطین د صدراعظم مرستیال ویلي، که چیرته دغه شخړې دوام پیدا کړي نو د فتحې گوند به د متحده حکومت څخه ووزي.

نښتو د څو ساعتونو لپاره په غزه کې نا امني رامنځ ته کړه او وسله والو غوښتل د غزی د مهمو ودانیو کنترول په واک کې واخلي.

شخړه د کوچني اخ و ډب پیل او بیا د درنو وسلو تر استعماله ورسیده.نن غرمه مهال په غزی کې د یو نامعلومې ودانۍ نه لوگي ختل او د ډزو اوازونه هم اوریدل کیدل.

د سه شنبې په ورځ د حماس وسله والو د فتحې پر امنیتي مرکز حمله وکړه او اوه لس کسان یی ووژل.د دواړو خواو نه په دوه ورځنیو نښتو کې لږترلږه اوه دیرش کسان وژل شوي دي.