د جاپان مقامات وايي چې دوی د شمالي کوریا څلور اتباع جنوبي کوریا ته سپارلي دي

د جاپان مقامات وايي چې دوی د شمالي کوریا څلور اتباع جنوبي کوریا ته سپارلي دي. دوی د یوې وړې کښتۍ په وسیلې سره جاپان ته راغلي وو.

په دغه کورني کې چې میړه، میرمن او ددوی دوه تنه بالغ اولادونه شامل دي نن د هوا له لارې سیول ته واستول شول.

دغه کسان د جون په دوهمه د خپل ملک نه روان شوي وو او وروسته د شپږو ورځو بحري سفر نه ځانونه د جاپان په شمالي سواحلو کې د اوموري بندر ته رسولي وو.

دوی وویل غوښتل چې جنوبي کوریا ته ورسیږي خو د دواړوکوریا گانو په منځ کې د زیاتو امنیتي ترتیباتو په سبب مجبوره شول جاپان ته ولاړ شي.

تر اوسه پورې د شمالي کوریا په زرگونو تنه اتباع د خپل ملک د خرابو اقتصادي حالاتو، لوږه او سیاسي جبر له لاسه په وتلو مجبوره شوي دي خو دا چې څوک د کښتۍ په ذریعه جاپان ته پناه یوسې ډیر لږ پېښیږي.