د هیومن رایټس واچ په نامه د بشري حقوقو یوې بین المللي مؤسسې د ایران نه غوښتي دي چی تر اتلس کالو د کم عمر ځوانانو د اعدامولو نه دی لاس واخلی.
دغه مؤسسه وایی چی ایران په نړۍ کی تر نورو ټولو ملکونو زیات تنکي ځوانان اعداموي. هغه وایی چی په ایران کی د ٢٠٠۴ کال را پدې خوا ١٧ تنه داسی ځوانان اعدام سوي دي.
د هیومن رایټس واچ مؤسسه وایی چی ځینو تنکیو ځوانانو ته چی عمرونه یې تر پنځلس کالو کم وو د خپلو جنایاتو له کبله د اعدام سزا ورکړه سوې ده.
د دغي مؤسسې یوه مامور وویل چی ایران باید دا کار نور بند کړی او تنکیو ځوانانو ته د مرگ د سزا ورکولو په مخنیوي کی خپل بین المللي تعهدات پرځای کړی.
د هیومن رایټس واچ مؤسسه وایی چی یواځني نور ملکونه چی د ٢٠٠۴ کال راپدې خوا یې تنکي ځوانان اعدام کړي دي یو سوډان دی چی دوه تنه او چین او پاکستان دي چی هر یوه یو یو تن اعدام کړی دی.