د استونیا پوځي چارواکي وایي دهغه هیواد دوه عسکر په هلمند کې د یوه راکټي برید په ترڅ کی وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د تیرو څو میاشتو راپدیخواه د افغانستان په جنوب کی د ناټو عملیات دوام لري او په وروستي خبر کی د شپیتو تنو طالب اورپکو د وژلو خبر راغلی دی.
پ ه همدې ډول د شنبې په ورځ د افغانستان او د قبایلي سیمي وزیرستان په پوله په یوه کور په راکټی برید کی نهه تنه ملکیان وژل شوي وو.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په وروستیو څو اونیو کی د ناټو په عملیاتو کی د ملکیانو په وژنه سخت خپگان ښودلی او د افغان او ناټو په ځواکونو یي د لازیاتی همغږی راوړلو غږ کړی دی.
حامد کرزي خبریالانو ته وویل په افغانستان کی د بري لپاره ناټو ته پکار ده د افغان چارواکو سره نژدي همکاري ولري.
په تیرو لسو ورځو کې د طالب اورپکو په خلاف د امریکا په مشري د ناټو د ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کی نوي تنه اولسي وگړي وژل شوي دي.
د جمعې په ورځ د ناټو عمومي منشي یاپ ډي هوپ سخیفر د افغانستان په جنوب کی په هوایي بمباریو کې د ملکیانو د وژلو د څیړنو غږ وکړ خو هغوی هم طالبان ملامته وبلل چي ملکیان د سپر په توگه کاروی.