پاکستاني مامورین وایی چی د اردو هلیکوپتري تقریبا ٨٠٠ زره خلکو ته چی په دې هفته کی د ملک په جنوبي سیمو کی سیلاوونو ځپلي دي د مرستي مواد رسوي.
هغوی وایی چی دا مواد نن د پنجشنبې په ورځ وځنډیدل ځکه چی په پرونیو سختو بارانونو کی هلیکوپترو پرواز نه سو کولای.
دا طوفان د سه شنبې په ورځ د پاکستان په ساحلي سیمو باندی راغی او تر اوسه لاهم په زرهاو خلک د هغه په وجه د کورونو د بامونو په سر یا په جگو ځمکو کی بند پاته دي.
په وروستي طوفان کی د بلوچستان او سیند په ایالتونو کی لږ تر لږه ١٧ کسه مړه سوي دي.
ددې طوفان نه څو ورځي مخکی یو بل ډیر قوي طوفان هم راغلی و چی په کراچي کی یې ٢٢٨ کسه ووژل .