د افغانستان په جنوب کی نن یوه ځان مرگی بم چونکی د ناتو په کاروان د گڼه گوڼی نه په ډک مارکیټ کی برید وکړ چی اوولس تنه یی ووژل او دیرش تنه یی ټپیان کړل.
چارواکی وایی چی دغه ځان مرگی خپل ځان د ارزگان په ولایت کی د گڼه گوڼی نه په ډکه سیمه کی ځان په بم کی والوزاوه.
د ناتو د نړیوالو امنیتی مرستندویو قواوو نطاق وویل چی د ناتو قواوو اوه تنه عسکر په دی چاودنه کی زخمی شوی دی.
د ارزگان په ولایت کی زیاتره خارجی قواووی د دنمارک دی، که څه هم ناتو د خپلو تلفاتو شمیر ندی څرگند کړی.
نن گیځ په افغانستان کی د امریکا په مشری د ناتو قواوو چارواکو وویل چی د هرات په ولایت کی په پوځی قرار گاه باندی په پرونی حملی کی د ناتو زخمی شوی عسکر نن د ټپونو له کبله مړه شوی دی.
پوځ وویل چی څلور افغانان هم په دی پیښه کی مړه شوی دی.