د برتانیې پولیسو دتروریزم په تور دوه تنه چی یو افغان هم په کی شامل دی نیولي دي

برتانوي چارواکو وویل چی دوی د چهارشنبې په ورځ د برسټول په ښار کی یو افغان اصلا د مخدره مواد و د قاچاق په تور نیولی و، مگر وروسته کله چی پولیسو د هغه د اپارتمان تلاشي وکړه ځیني شیان یې وموندل چی دوی فکر کوی د تروریزم سره اړه لری.

پولیس وایی چی دوی وروسته یوبل سړئ هم نیولی دی.

او پرون برتانوي مقاماتو څلورم سړئ هم په لندن او گلاسگو کی د تیري میاشتي د ناکامو تروریستي حملو په ارتباط تورن کړیدی.

پولیسو په اردني ډاکټر محمد جمیل آشا باندي تور ولگاوه چی د بمونو د چاودلو دسیسه یې کوله.

ټاکل شوې هغه دا نن محکمې ته حاضر کړای شی.

آشا یو دهغو اتو تنو نه دی چی په دې ناکامه دسیسه کی نیول کیږی.