د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی ددې هفتې په پای کی امریکا ته په سفر راځی چی د افغانستان د حالاتو په باب د جمهوررئیس بوش سره وگوری .
دواړه مشران به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د واشنگټن شمال ته د جمهوري ریاست په تفریحي مانۍ کمپ ډېویډ کی خبري وکړی.
ویل کیږی ددوی د خبرو مهمي موضوع گاني به په افغانستان کی دیموکراسی، آبادي او امنیت وی. مگر دواړه جمهور رئیسان په افغانستان کی د برمته شوو جنوبي کورییایانو د مسالې سره هم مخامخ دي چی ددوی د خبرو ډیره مهمه موضوع به دا هم وی ځکه چی طالبانو گواښ کړی چی پاته ٢١ تنه به یې هم ووژنی.
هغوی دوه تنه مخکی وژلي دي. د خلکو د برمته کولو مسالې په افغانستان کی د امنیت په باب زیاتي اندیښنې را پیدا کړي دي.