جورج بش او حآمد کرزي: د طآلبانو د غوښتنو منل به هغوى نوره هم زړور کړى

دامرېکا جمهوررئېس جورج بش او دا فغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي دا له احتمال نه لېرې وگڼله چې له طالبانو سره دې چې ٢١ کورېاېان ېې برمته کړېدى رعاېت وسى.

دهغو خبرو په ترڅ کې د واړمشرانو ددوشنبى په ورځ په واشنگټن کې وکړې دواړو په دې موافقه وکړه چې د طآلبانو د غوښتنو منل به هغوى نوره هم زړورکړى او نورو برمته کونو ته به ېې وهڅوي.

طالبان غواړى چې د کورېاېې ېرغملو په بدل کې زندانى طآ لبان ورخوشى کړى شى. هغوى تراوسه پورې دوه ېرغمل وژلى دى.

همدارنگه ددوشنبى په ورځ ېوې ډلې کورېايي امرېکا ېانو په نېوېارک کې د ملگرو ملتونو له دفتر نه بهر مظاهره وکړه او د برمته شوو کسانو د خوشى کولو غوښتنه ېې وکړه. مظاهره چېانو شکاېت درلود چې دهغوى دخوشى کولولپاره په کافى اندازه نړېوالى هلې ځلې نه کېږى.

تردې مخکى د طالبانو ېونطآق وېلي وو چې د ېرغملو ژوند د ښاغلي بش او ښاغلى کرزي په لاس کې دى. طالبانو ٢٣ کورېاېان چې د جنوبى کورېا د ېوې کلېسا رضا کاران دي د جولاى په ١٩ مه نېټه برمته کړل.

پاتې ېو وېشت ېرغمل ټولى ښځې دي. رپوټ وايي چې له طآلبانو سره له درې اونېو بند نه وروسته تقرېبا اکثره ناروغې شوېدى.

د داو درملو ېوه جوپه مال چې دېرغملو لپاره و د ېکشنبى په ورځ ېوه داسى ځاى ته چې طآلبانو ټاکلى و دافغانستان په جنوب کې لېږل شوېدى.

د طالبانو او جنوبى کورېا د چارواکېو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره هلى ځلى په ټپه درېدلى دي او دملاقات په ځاى باندى موافقه نده شوې.