د کابل ښار د افغانستان او پاکستان د هیوادونو تر مینځ د امن جرګی کوربه توب ته چمتو دی. د امن جرګه به همداروانه اونی په کابل کی د بیړنی لویی جرګی په کمپونو کی چی اوس په عصری تجهیزاتو سمبال شوی جوړه شی.
د امن د جرګی د جوړیدو محوته د افغانستان او پاکستان د هیوادونو ښکلی شوی او هری خواته د سولی او ورور والی شعارونه لیدل کیږی او افغان لوری په بی صبری د دی جرګی پیل ته سترکی په لا ه دی .
اداری څانګی په اداری کارونو لکه په جرګه کی د ګډونکونکو د کارتونو چاپ او توزیع کول او د نورو پروګرامومو په جوړولو بوخت دی.
ډاکتر فاروق وردګ د دغه کمسیون د دارالانشا ریس ایی چی! دوی بشپړی لوژستیکی تیاری نیولی دی.
د امن جرګی ته د تیاری نیولو د کمسیون غړی چی مخکی د جمهور رییس کرزی له خوا ټاکل شوی وه د خپلو چارو سمبالولو ته ځیر دی.
او ټاکل شوی ده چی د جرګی په لمړی ورځ به د افغانستان او پاکستن د ۷۰۰ تنو استازو بر سیره یو شمیر نور میلمانه هم ګډون ولری.
د امن د جرګی په محوطه کی لوی جومات صحی کلینیک او د جرګی ګډون کونکو ته نوری اسانتیاوی په پام کی نیول شوی دی.
په داسی حال کی د جرګی د په لاره اچولو چاپیر یال تر کلکو امنیتی شرایطو لاندی نیول شوی ده.
ډاکتر فاروق وردګ وایی چی د دغو امنیتی اورکانونو بر سیره جمهور رییس کرزی یو بیل کمسیون ټاکلی او د جمهور رییس ځانګړی ګارد به هم د امن جرګی د امنیت په ټینګښت کی برخه ولری.
په داسی حال کی چی د امن د جرګی په لاره اچولوته لږ وخت پاتی دی د کابل ښار په واټونو کی له مخکی د اعلانونو او شعارونو نښلول دی جرګی ته د ښه نیت ښکارندویی کوی.