ېوه ځان وژونکي د پولېسو پر کاروان برېد کړېدى

ېوه ځان وژونکي د افغانستان په جنوب کې پنځه پولېسان له ځان سره وژلى دى او درې تنه نورېې زخمى کړېدى.

چارواکى وايي چې ځان وژونکى په موټر ساېکل باندى سپور و. هغه خپل چاودونکى مواد د پولېسو له د فترنه بهر وچول. دغه حمله نن دسه شنبى په ورځ په سپېن بولدک کې د سرحدى پولېسو پر ېوه دفتر باندى وشوه. په دغه حمله کې څو تنه زخمى شوېد خو د سرحدى پولېسو قوماندان پکې ژوندى پاتې شوېدى.

د نورو خبرونو په لړ کې ناټو رپوټ ورکوى چې د دوى ېو کاناډايى عسکر چې د اېساف له قوې سره ېې کار کاوه د دوشنبى په ورځ ووژل شو او لږ تر لږه څلور تنه نور هغه وخت زخمېان شول چې د کندها ر ولاېت د پنجوايي په ولسوالۍ کې ېې گزمه کوله.

د افغانستان په جنوب کې دوه بس سرویسونو ددوشنبى په ماښام له ېوه بل سره په داسى حال کې چې ډېر تېز روان ول مخامخ ټکر شول او لږترلږه ٣٢ تنه پکې وژل شویدی.

دغه ټکر د کابل کندهار په لوېه لاره باندې شوېدى او لږ تر لږه ٣٥ تنه پکى زخمېان شوېدي.

د روېټر خبري اژانس رپوټ ورکړیدی چې دلمر پریوتلونه یوساعت وروسته دغه دواړه بس سرویسونه چې ډیر تیزروان وو، دیوبل سره د کابل کندهار په لوېه لاره باندې د غزنى او زابل په سرحدي حدودو کې وجنگیدل.