اېران د زنا بالجبر درى محکومان په دار وځړول

اېران هغه درې کسان د خلکو په مخکې اعدام کړل چې د زنا بالجبر په کولو محکوم سوي ول.

پرهغوى باندې دا الزام ثابت سوى و چې له دولس ښځو سره ېې په زور باندى زنا کړېده او اکثره ېې د پوهنتون شاگردانې وې.

د اېران مطبوعات وايى چې دا کسان نن په دار وځړول شول.

دغه پېښه د ډېرو زېاتو خلکوپه مخکې د بابل په شمالى ښار کې وشوه.

دعفوې بېن المللى اداره وايي اېران تر اوسه پورې ٢٠٠ کسان په دار ځړولى دى. تېرکال ېې ١٧٧ کسان په دار ځړولى ول.