عراقی پولیسان وائې، په بغداد کې دبمونو دری چاودنې شویدی او لږترلږه نهه تنه پکې وژل شوی او لس دولس تنه نور پکې زخمیان شویدی.
د سرک دغاړی د بم په چاودنه کې دری تنه لارویان وژل شویدی، په داسی حال کې چې د امریکا پوځی گزمه دبغداد په جنوب کې د(دورا) په سیمه کې تیریده.
د بم په دوهمه چاودنه کې چې د بغداد په ختیځ کې دعراقی پولیسو گزمې ته نژدی وشوه، دری تنه نور ووژل شول او د بغداد په مرکزکې دریمه چاودنه وشوه چې دری تنه نورپکې ووژل شول.
د امریکا پوځی مقامات وائې، د ائتلاف قواو په موصل کې دری مشکوک یاغیان ووژل.
له بلخوا د عراق د اسلامی دولت په نامه ډلې چې دالقاعدی سره ارتباط لری، ادعاکړیده چې تیره هفته ئې د بغداد په شمال کې دالقاعدی ضد سنی شېخ وژلی و.
د پنجشنبی په ورځ په صلاح الدین کې د سرک دغاړی د بم په چاودنه کې شیخ ماویا جیبارا او دهغه دری محافظین وژل شوی وو.
په عینې وخت کې دعراق لومړى وزېر نوری المالکی ددوو قوی شعیه مشرانو په موافقه خوشحاله شویدی چې د دوی ترمنځ به سیالی او دمیاشتو مېاشتو نښتی او وژل پای ته ورسوی.