هند او پاکستان ژمنه وکړه چې د ٢٠٠٣ کال اوربند به جارى وساتي

هند او پاکستان نن د پنجشنبى په ورځ خپل تعدات ېو ځل بېا دهغه اوربند په باب تائېد کړل چې څلور کاله پخواېې کړى و.

هغوى داکار دهغوخبرو په ترڅ کې وکړ چې نوى لړۍ ېې بېا پېل کړېده. دغه خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولى لپاره کېږى.

رپوټ وايي نن په نوي ډېلي کې ددواړو هېوادونو ددېپلوماتاتو له خوانه د سولې د خبرو په مناسبت ېوه گډه تعمېري او گټوره اعلامېه خپره سوه.

اعلامېه وايي ددغو خبرو مقصد داو چې ددواړو اټومى رقېبانو ترمنځ د حسن نظر او ېو پر بل باورد فضا د رامنځته کولو لپاره به خبرى دوام ولرى.