پخوانی صدراعظمې بینظیر بهتو نن د یکشنبی په ورځ د کراچې په یوروغتون کې د ځینو هغو کسانو سره د
میرمن بهتو چې سخت امنیت ئې نیول شوی و، د جنادروغتون دلیدونه وروسته ئې خپلو طرفدارانو ته په لاسونو اشاری کولی.
د پاکستان پولیسان ددرو کسانونه په دغه حمله کې ددوی داحتمالی لاس لرنی په باره کې پوښتنی کوی. یو تحقیق کونکی وائې، دغه کسان دهغه موټر سره ارتباط لری چې له هغې نه یو چا دمیرمن بهتو دموټرو په بدرگه باندی لاسی بم اچولی و.
دغه لاسی بم د موټر بدرگه وځنډوله او پولیس وائې، څوثانی وروسته ځانمرگی خپل په هغه گڼه گوڼه کې په بم والوز اوه چې کراچې ته د میرمن بهتو دراستنیدو په وخت کې ئې خوشحالی کوله.
په دغه چاودنه کې لږترلږه (١۴٠ ) تنه ووژل شول او په سلگونو نورزخمیان دی .