د بغلان په ولایت کی د بورې جوړولو په فابریکه د بمب د چاودني له امله څلوېښت تنو پوری وژل سوي دي

د بغلان په ولایت کی د بورې جوړولو په فابریکه د بمب د پرونی چاودني له امله د ځینو خبری اژانسونو په قول څلوېښت او د ځینو په قول تر سلو تنو پوری وژل سوي دي.

په دې باب بېلو بېلو خبری اژانسونو رپوټونه خپاره کړي او د امریکا ځینو ورځپاڼو سمدستی تبصرې ورباندی کړي دی.

د فرانس پریس خبری اژانس وایی په هغه چاودنه کی د پارلمان د شپږو وکیلانوو په شمول تقریبا سل تنه ووژل سول، او د کال ٢٠٠١ راهیسی چی طالبان له قدرته پرزول سوي دي یوه له ترټولو خونړیو حملو څخه وه.

د فرانس پریس خبری اژانس د عینی شاهدانو له قوله وایی چی د حملې په ځای کی د مړو ټوټې پرتې وې او دوی وویل چی اکثر زخمیان په ډېر بد حالت کی وه.

د رویټر خبری اژانس د بغلان د ولایت د روغتون د ډاکټر خلیل الله قوله لیکی چی تر اوسه پوری نیوی مړي ورغتون ته وراړل سوي دي او پنځوس تنه نور ټپیان دی.

د بغلان د استخباراتو ریس عبدالرحمن سعید خېل وویل د تلفاتو شمېر دونه زیات وو چی دقیق شمېر ښودل یې ممکن نه دي.

د پارلمان یوې وکیلی شکریی بارکزی د فرانس پریس خبری اژانس ته په کابل کی وویل چی دغه وکیلان د بغلان د ولایت په دوره وتلي وه.

د جمهوریس حامد کرزي نطاق حمیدزاده وویل چی جمهوریس دا حمله په ډېرو سختو کلماتو محکومه کړه او وې ویل چی دا د افغانستان د دښمنانو کار دی. د پارلمان یوه وکیل وویل چی د زخمیانو د راړولو دپاره یو هیلی کوپټر ور ولېږل سو.

که څه هم چی چا سمدستی ددغی حملې مسولیت وانه خیست خو په روان کال کی تقریبا ١٢٠ ځان مرگي حملې سوي دي چی مسولیت یې د طالبانو پر غاړه اچول سوی دی. که څه هم چی د طالبانو یوه نطاق ذبیح الله مجاهد وویل چی د طالبانو ډلی په دغه حمله کی لاس نه درلود.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی د بغلان په نسبتا ارام ولایت کی دغه راز حمله غیرعادی کار دی او داسی ښکاری چی طالبان غواړی ځانونه شمال ته ورسوی.

د طالبانو یوه نطاق سمدستی په دغه حمله کس لاس درلودل رد کړل، مگر په تېرو وختونو کی دغه نطاق چندانی د اعتماد وړ نه وو او بلي هیڅ ډلي په افغانستان کی په ځان مرگو حملو کی لاس نه دی درلودلی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی په دغه حمله کی د افغانستان د تجارت د پخواني وزیر او د پارلمان د وکیل سید مصطفی کاظمی وژل کېدل د هغه هیواد د سیاست په میدان کی یوه ناوړه پېښه وه.

مصطفی کاظمی د شمال داتحاد یو غړی وو چی د طالبانو سره جنگېدلی وو، دی د افغانستان د ځوانو مشرانو څخه وو چی غوښتل یې افغانستان د جنگ او نېستۍ څخه خلاص کړی. دی د حکومت په مقابل کی د نوي جوړي سوي ملی جبهې په نوم یوه تحریک نطاق وو.

دغه تحریک د شمال د اقلیتونواو ځینو مشهورو پښتنو یو ایتلاف دی، چی د پخواني پاچا ظاهر شاه لمسی هم برخه پکښی لری. د لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی دا کټ مټ هغه راز حمله وه چی پړه یې پر طالبانو اچوله کېدلای سی.

ډگرمن ډېویډ اکسیټا، چی دغه حمله یې محکومه کړه وویل هغه داسی اطلاعات نه لری چی په دغه حمله کی د القاعده لاس وښیی. لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکی د افغانستان په شمالی سیمه کی چی دغه حمله پکښی وسوه د حکومت او د گلبدین حکمتیار د حزب اسلامی د باقی پاته کسانو ترمنځ د ډېره زیاته وخته تاوتریخوالی موجود دی.

مگر د حزب اسلامی ډلی، چی داسامه بن لادن له ډلی سره اړېکی لری، ویلی دي چی په دغه حمله کی یې لاس نه درلود. ورځپاڼه لیکی روان کال د طالبنود پرزېدلو راهیسی تر ټولو خونړی کال دی، او تراوسه پوری څه دپاسه پنځه زره اوه سوه تنه په ناکراریو کی وژل سوي دی.

د بلی خوا اېران د افغانستان د امنیتی وضع د خرابوالی له امله اندېښنه ښودلې ده او د اېران د ایرنا خبری اژانس وایی چی په ملگرو ملتونوکی د اېران دایمی استازي محمد خزاعی د دوشنبې په ورځ په بېلو بېلو برخو کی د افغانستان پرمختگونو ته د اشارې په ترڅ کی وویل چی دغو پرمختگونو سره سره ډېر کارونه لا په مخ کی دی.

په هغه هیواد کی امنیتی وضع خرابېږی، د اپیمو کښت او کرونده او د مخدره موادو قاچاق وار په وار زیاتېږی. د افغانستان په بېلو بېلو برخو کی د القاعده، طالبانو او جنایتکارانو ټروریسټی حملو او دمخدره موادو تولید او قاچاق د افغانستان او سیمی امنیت ته تهدید ته متوجه کړی دی.

د ایرنا خبری اژانس په ملگرو ملتونو کی د اېران د دایمی استازي له قوله وایی چی اېران هر وخت په افغانستان کی ټروریسټی حملې محکومی کړي دی او د امنیت او اقتصادی وضع د بهترولو دپاره یې دهغه هیواد حکومت ته د مرستی لاس غځولی دی.

خو موږ په د ېعقیده یو چی په افغانستان کی د ټروریسټی حملو زیاتوالی دا معنی لری چی هغه خارجی قوتونه چی غواړی ټروریسټی ډلو ته امتیازت ورکړی او راضی یې کړي پر غلطه روان دي او د دوی دغو اقداماتو منفی نتیجه ورکړې ده.

د اېران استازي وویل چی د ده هیواد په افغانستان کی د امنیت د ټینگېدلو او بیا ابادولو په کوښښونو کی خپله فعاله ونډه اخیستې ده او د هغه هیواد د بیا ابودلو دپاره یې د پنځو سوو میلیونو ډالرو مرستی ژمنه کړې ده.

او د دې تر څنگ یې په تېرو دریو لسیزو کی تقریبا دریو میلیونو افغان مهاجرینو ته په خپله خاوره کی ځای ورکړی دی.

موږ هیله لرو چی په افغانستان کی به وضع داسی سمه سي چی دغه افغان مهاجرین په خپله خوښه خپل هیواد ته ستانه سی .