په کابل کې په څو چاودنو کې پنځه کسان ووژل شول

د افغانستان پوځی چارواکی وایی چی نن سهار په کابل کی یوه ځان وژونکی په کابل کی یوه دولتی ودانی ته نژدی خپل موټر بم وچاوه. امنیتی منسوبینو په دی چاودنه کی د پیښی شوی مرگ شمیر پنځه ورکړی. د دفاع وزارت نطاق جنرال ظاهر عظیمی وویل چی د د غه ځان وژونکی سره څو راکټونه هم و چی په دی چاودنه کی دوه یی وجاودیدل.

د امریکا په مشری د اییتلاف قواووی د جمعی په ورځ ویلی و چی امریکایی او افغان قواوو د افغانستان په ختیځ کی د دی اونی په عملیاتو کی د یاغی طالبانو یو غټ قوماندان وژلی دی. امنیتی چارواکیو ویلی چی دغه قوماندان ملا سنگین و چی د یاغیانو د یوه بل غټ قوماندان سراج حقانی مرستیال و. امریکایی چارواکو د سنگین د نیولو او یا وژلو په سر شل زره ډالره انعام ایښی و.