دامرېکا ېانو په اذهانو کې   ېوه پوښتنه  پاتې ده چې داسامه بن لادن دالقاعده شبکې اېنده به څنگه وي؟

په امرېکا کې دنېوېارک او واشنگټن په ښارونو کې دترهگرى د برېدونو نه شپږکلونه تېرسول. له هماغه وخت راهېسى دترهگرى خلاف جگړه کې په ملېاردو ډالر مصرف سول او په زرگونو انسانان تلف سول. خو ېوه پوښتنه دامرېکاېانو په اذهانو کې پاتې ده چې داسامه بن لادن دالقاعده شبکې اېنده به څنگه وي؟ دامرېکا غږ روى کهنه په دې باب ژوره کتنه کړېده. مـــتـــــن : که څه هم دامرېکا متحده اېالاتود ٢٠٠١ مېلادى کال د سېپتمبرد ١١-مې نېټى نه وروسته دترهگرى خلاف جگړې لپاره له خپلو پراخه منابعو نه کار واخېست اودنړۍ ېو شمېر نورو هېوادونو هم وروسته له هغه نه چې ددوى پرهېوادونو هم برېدونه وسول، د ترهگرى خلاف جگړه کې له امرېکا سره برخه واخېستله ، خو دالقاعده مشر اسامه بن لادن لا نېول شوى ندى او دهغه دترهگرۍ ډله هم لاتراوسه پورې ماته سوې نده. داسى گومان کېږى چې اسامه بن لادن دا فغانستان او پاکستان په سرحدى سېمو کې چېرته پټ سنگر نېولى دى او په تېرو څوکلونو کې ندى لېدل شوى. خو دهغه پېغامونه کله کله ددې لپاره چې لوېدېز ته پېغور ورکړى خپرونو ته راوزي. (١) داستاسى په گټه ده چې له سپېنى ماڼى نه خپل سېاستمداران لېرې کړى. بروس هافمن دامرېکا په نظآمى اکاډېمى کې دترهگرى ماهر وايي ېو ساده دلېل موجود دى چې القاعده او اسامه بن لادن لاتراوسه پورې په قوت روان دى. (٢) داسى معلومېږى چې په القاعده کې د ېو ې سترى کمپنى په څېر دتواتراو جانشېنى ېو پلان موجود وى. ځکه کله چې موږ دالقاعده کوم مهم قوماندان او ېانور عاملېن له منځه ېوسو هلته هروخت ېو بل سړى منتظر وى چې دهغه ځاى ونېسى. هافمن وايي القاعده هروخت نوى کسان را جلبوى او دا ډله ځکه عراق ته ولاړله چې هلته د د ډېرو تنکېواو بې روزگاره ځوانانو غټ شمېر موجود دى. (٣) که په دقېق ډول وواېو نو هغه هېوادونه چې په شمالى افرېقا، منځنى ختېځ ، جنوبى اسېا او جنوب ختېځى اسېا کې موجو د دى په هغوکې دالقاعده پېغام ډېرا ورېدونکى لرى. او همدغه هېوادونه په ډېر زېاته اندازه او بې تناسب ډول باندى ځوان نفوس لرى چې له ا ولس کلنى نه ېې عمرونه کم دى. پردې سربېره دا اسانه نده چې القاعده وټکول شى ځکه چې دنورو انقلابى تحرېکونو په څېر هروخت په فرار او تېښته کې وى نو هدف کول ېې اسانه کار ندى. بله خبره داده چې دوى په ېوه هېوا د کې هم نه غواړى چې قدرت په خپل لاس کې واخلى. ظهېر حمادى دعراق د جمهورى رېاست دمرستېال عادل عبدالمهدى. معتبر سلاکار وايي چې القاعده له نورو ډلو سره دا مرسته کولى شى چې قدرت په لاس کې واخلى. دوى همدغه کار په ا فغانستان کې له طالبانوسره وکړ. ترهغې وروسته ېې په سومالېه او عراق کې هم له نورو ډلو سره مرسته وکړه . حمادى وايي د القاعده کامېابى په دې پورې هم اړه لرى چې نړېوالې خپرونى د خپلو اهدافو لپاره کاروى. دى وايي چې له انټرنېټ نه پرته به القاعده دېو څو غېر منظمو ځاېې ترورېستى ډلو نه پرته نور څه نه وى. تحلېل کوونکى بروس هافمن وايي دى په دې اندېښمن دى چې القاعده ښايي په ٢٠٠٨ مېلادى کال کې د جمهورى رېاست له انتخاباتو نه مخکى بله حمله وکړى. هافمن وايي (٥) موږ زښت ډېر کامېاب ېو او ډېر نېکمرغه هم ېو چې په تېرو شپږ و کلونو کې مو بېا دترهگرى برېدونه ندي لېدلى. خو زه به دا ستدلال وکړم چې په راتلونکېو لسو مېاشتو کې موږ ېوه خطرناک پړاو ته ور داخلېږو ځکه چې دا به انتخاباتو ته ورنېژدې کېږى. دامرېکا ددفاع وزارت مرستېال ماېکل ډوران وايي دالقاعده دا تاکتېکونه چې په سنى مسلمانانو باندى حملى کوي القاعده ېې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړېده ځکه چې دوى غوښتل چې خپل ځانونه د عراق د سنى مسلمانانو د نماېندگانو په حېث معرفى کړى او همدارنگه ځانونه دنور و اسلامى عنعناتو د وارثانو په حېث وښيي. ماېکل دوران وايي چې دالقاعده خلاف جگړه په کرار کرار په سېمه ئېز ډول گټل کېدلى سى. دى وايي چې ددى مانا دانده چې القاعده اوس ډېره خطرناکه نده خو سره له دې هم په جگړه کې ورو ور و ماتېدلىسى.